د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکو د ښار په پاکۍ کې برخه واخېسته

25 سنبله 1402

10473.jpg (1820 × 1024)

له کابل ښاروالۍ سره د ښار په بېلابېلو برخو کې د خلکو د ګډون په لړ کې د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکو د یادې ناحیې بېلابېلې سیمې له کثافاتو پاکې کړې. د پنځلسمې ناحیې رئیس انجنیر عبیدالله شیرزاد د یادې ناحیې د دیني عالمانو، ګذروکیلانو او ځوانانو شوار له غړو او د یو شمېر خصوصي تنظیفي شرکتونو له استازو چې په دې ګډ کار کې یې برخه اخیستې وه مننه وکړه او ویې ویل: د دې ناحیې بېلابېلې سیمې له کثافاتو پاکې شوي او دا کار په راتلونکې کې هم ترسره کیږي. نوموړي ټینګار وکړ چې، له کثافاتو څخه د پاک ښار درلودلو په برخه کې د ښاریانو دوامداره مرستې ته اړتیا ده. د ښاغلي شیرزاد په وینا ښاریان باید کثافات په عمومي ځایونو، لارو او سړکونو کې ونه غورځوي. د پنځلسمې ناحیې ښاریانو له کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې، ښاري نظافت ساتل یوازې د کابل ښاروالۍ دنده نه ده، بلکې په دې برخه کې ټول باید سره یو لاس شي او ښار له کثافاتو پاک وساتي