د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوبو رسونې، انټرنیټ او برښنا د شبکو جوړولو په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

25 سنبله 1402

10475.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ معلوماتي ټکنالوژۍ او مالیې وزارتونو، برښنا شرکت او د اوبو رسونې او ښاري فاضلاب شرکت ترمنځ د ښاري تأسیساتو له ويجاړېدو څخه د مخنیوي،په ځانګړې توګه په سړکونو او پلو لارو کې له بې ځایه کېندنو څخه د مخنیوي په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې چې، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د پلان جوړونې او ښاري پراختیا مرستیال ډکتر صدرالدین تاجک او د یادو ادارو استازو او رئیسانو ګډون کړی وو؛ په راتلونکي کال کې د یادو ادارو له لوري د اوبو رسونې، انټرنټ او برښنا د شبکو جوړولو لپاره د پلان په برابرولو، د اصلي سړکونو د جوړولو پر مهال د یادو شبکو د جوړولو لپاره د اضافه ځای په نظر کې نیولو، د بودجې د څرنګوالي او له کابل ښاروالۍ سره د پلانونو په همغږۍ کولو ټینګار وشو او اړینې پرېکړې ترسره شوې. له بده مرغه د ښار په کچه یو شمېر سړکونه او پلې له لارې په تېر کې د اوبو رسونې، انټرنټ ا و برښنا د شبکو جوړولو پر مهال د همغږۍ نشتون له امله بې ځایه کيندل شوي او د ویجاړېدو په حال کې دي. کابل ښاروالي د ښاري زیربناوو د ساتلو په موخه د ښاري سکټور له ادارو څخه د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کوي