د لښتیو د اوسپنیزو پوښونو او نورو ښاري تأسیساتو غله او هغه څوک چې، له غلو یاد پوښونه اخلي،مجازات کیږي! لیدل کیږي چې، یو شمېر فرصت غوښتونکي د ښار په کچه له لښتیو اوسپنیز پوښونه غلا کوي او بیا یې پلوري. کابل ښاروالي دا موضوع په جدي توګه څیړي او له ښاریانو او امنیتي ځواکونو هم هیله لري، چې په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. هیله ده د یادو اوسپنیزو جالیو او پوښونو د غلا لیدلو پرمهال کابل ښاروالۍ ته خبر ورکړئ. د عامه تأسیساتو د غلا او ویجاړولو سرغړونکي او هغه څوک چې دا پوښونه اخلي، مجازات کيږي
خبرتیا
25 سنبله 1402