د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سيلو د دویم سړک د جوړولو چارې پیل شوې

26 سنبله 1402

10479.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري ترانسپورټي آسانتیاوو ته د ښاریانو د لاس رسي په موخه د دریمې ناحیې په ۸م ګذر کې د سیلو د دویم سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د دریمې ناحیې رئیس قاري قدرت الله امین وویل: د دې سړک په جوړېدو سره به د ښاریانو د خاورو او خټو ستونزې حل او خلک به ښاري آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي. د نوموړي په وینا د دې ترڅنګ به د سیلو د دریم او څلورم سړک ترافیکي حجم هم ووېشل شي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او  پروژو د تنظیم ریاست د خدماتي پروژو د څارنې آمر محمد فهیم دراني وویل: دا سړک ۳۷۵ متره اوږدوالی، ۲۰ متره او ۴۰ سانتي سور لري چې، د لښتي په ګډون به یې چارې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شي. د یادونې وړ ده چې، د دې پروژې له لارې ګڼ شمېر ښاریانو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې دي