د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له شهید هنګرها څلورلارې تر میرزا عبدالقادر بېدل سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک استملاکي چارې پیل شوې

26 سنبله 1402

10481.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په شتون کې د پنځلسمې ناحیې اړوند له شهید هنګرها څلورلارې څخه تر میرزا عبدالقادر بېدل (قصبې سړک) پورې،د نوي نښلوونکي سړک د خنډونو او تر استملاک لاندې کورونو د پاکولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال وویل: ټول ښاریان باید د پروژو په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي او د هېڅ ډول خنډ د رامنځته کېدو سبب نه شي. د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف بيا وویل: د دې سړک په اوږدو کې (۴۰۰) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون سره سم به یې مالکانو ته حقونه ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه چې،د استملاکي چارو تر بشپړېدو وروسته به د (۱۸۹۰) مترو په اوږدوالي او د (۴۵) مترو په سور سره دا سړک په بنسټیزه توګه جوړ شي. ورته مهال د پنځلسمې ناحیې رئیس انجنیر عبیدالله شېرزاد وویل: د استملاکي ملکیتونو د ویجاړولو او پاکولو کار، تر درې میاشتې مخکې ورکړل شوې خبرتیا وروسته نن پیل شو. نوموړي زیاته کړه چې، د دغه سړک په جوړېدو سره به د ښاریانو د تګ راتګ په برخه کې ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته او کورنیو چارو وزارت ته څېرمه د سړک په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې به د پام وړ کموالی راشي. د ښاغلي شېرزاد په وینا له دې سربیره به د یاد سړک په جوړېدو سره د سیمو اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي