د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته د څلورمې ناحیې په ۷م ګذر زور آباد سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، تر دې دمه ۹۰ سلنه مخته تللې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا کوڅې په ټولیزه توګه ۷۲۵ متره اوږدوالی او له ۴ تر
۴،۵ متره سور لري چې، په جوړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو ته ګڼ شمېر ښاري آسانتیاوې رامنځته شي