د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې ناحیې اوسیدونکو د ښاري نظم د پلان په پلي کولو کې برخه واخېسته

27 سنبله 1402

10486.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې یو شمېر اوسیدونکو د کابل ښاروالۍ له مسئولانو سره په ګډه د یادې ناحیې اړوند د تایمني پروژې او میوې مارکیټ په سیمو کې له پلو لارو او سړکونو څخه د خنډونه په پاکولو کې برخه واخېسته. دغه راز د یادو سیمو هټیوالو او کراچۍ لرونکو ته سپارښتنه وشوه څو په پلو لارو کې د خپلو توکو په ایښودلو سره د ښاري بې نظمۍ لامل ونه ګرځي. د څلورمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني وویل: په یادو سیمو کې ښاري نظم د حمایوي او تقویتي پلانونو په وسیله له سیمه ایزو شوراګانو سره په همغږۍ څارل کیږي. د نوموړي په وینا هېڅ چاته اجازه نه ورکول کیږي چې، په بېلابېلو پلمو ښاري نظم ګډوډ کړي او له سرغړونکو سره قانوني چلند کیږي. د یادونې وړ ده چې، د ښاري نظم عملیاتي پلان په لړ کې له تنظیف څلورلارې او د میوې مارکېټ له سیمو څخه د څارویو پلورونکي هم ولیږدل شول او دغه سیمې د دوی له شتون څخه پاکې شوې