د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د پنځمې ناحیې اړوند د شپاړلسم ګذر ده عربانو په سیمه کې د اتو کوڅو د جوړولو چارې، (۹۰) سلنه مخته تللې دي او ډېر ژر به بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا کوڅې په ټولیزه توګه (٩٦٦) متره اوږدوالی او ( ٤ ـ ۵) متره سور لري، چې په جوړېدو سره به یې د ښاریانو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل او ترانسپورتي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي
د پنځمې ناحیې په شپاړلسم ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې (۹۰) سلنه مخته تللې دي
27 سنبله 1402