الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د یوولسمې ناحیې په څلورم ګذر کې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

27 سنبله 1402

10490.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري  او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د څلورمې ناحیې په ۴م ګذر دسرې مېنې په سیمه کې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ دا سړک د لښتي په ګډون (۵۳۱) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري چې د تیږو فرش په بڼه به یې چارې د (۱۱،۱۸۰،۰۰۰ ) افغانیو په لګښت  ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د تیږو فرش په بڼه د سړکونو جوړېدل سربېره له دې چې له لوړ مقاومت څخه برخمن دي، د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې هم مرسته کوي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې خلکو ته ګڼې ښاري او ترانسپورټي آسانتیاوې هم رامنځته شي