د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د شپاړلسمې ناحیې په ۲۶م ګذر الوخیلو سیمه کې د سړک دواړو خواوو ته د لښتي جوړولو چارې (۹۰) سلنه مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دا لښتي له طبیعي تیږو څخه په ګټه اخیستلو د (۱۷۱۲) مترو په اوږدوالي او د(۶۰) سانتي مترو په سور سره د (۱۲۶۰۰۰) امریکایي ډالرو په لګښت په بنسټیزه توګه د بشپړېدو په حال کې دي. د یادونې وړ ده چې، د دې پروژې له لارې ګڼ شمېر هېوادوالو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې دي
د شپاړلسمې ناحیې په شپږویشتم ګذرکې د لښتي جوړولو چارې (۹۰) سلنه مخته تللې دي
29 سنبله 1402