د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمیسیون د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي مرستیال مولوي مهاجر فراهي په مشرۍ، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو د رئیس قاري ولي ګل جواد او اړوند ادارو د استازو په ګډون سرغړونو ته د رسېدو په موخه د یوې کړنلارې جوړولو په اړه غونډه ترسره کړه. د لوحو او تابلوګانو ډیزاین او ښکلا، د ملي او بهرنیو ژبو کارول، د لوحو د نصب موقعیت، د نامنظمو او غیر معیاري لوحو چې د ښار بڼه یې زیانمنه کړې ده پاکول هغه موضوعات وو چې یاد کمیسیون پرې بحث وکړ او ډېر ژر به په دې برخو کې عملي ګامونه پورته کړي
د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمیسیون غونډه ترسره کړه
29 سنبله 1402