د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د عبدالغفور ندیم عالي لېسې له زده کوونکو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

29 سنبله 1402

10496.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست په ښوونځیو کې د عامه پوهاوي د غونډو په لړکې، دا ځل د یوولسمې ناحیې اړوند د عبدالغفور ندیم عالي لېسې له زده کوونکو سره، د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه، غونډه ترسره کړه. د کابل ښاروالۍدخپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد د ښاري فرهنګ مراعاتولو ته دزده کوونکو د هڅونې او بلنې په ترڅ کې وویل: ښار زموږ ټولو ګډ کور دی، ښاري ژوند د ښاري اصولو او مقرراتو په رعایتولو پورې تړلی دی چې باید په پام کې ونیول شي. ښاغلي زاهد زیاته کړه، که موږ ټول په ښاري ژوند کې خپلو مکلفیتونو او مسؤلیتونو ته پام وکړو؛ ډیر ژر به په ښاري ژوندکې سوکالۍ او هوساینې ته ورسېږو. دغه راز د ښاري  مسایلو په اړه د زده کوونکو دذهنونو روښانولو په موخه، یوه تمثیلي ټوټه ترسره او د چاپېریال پر وړاندې د مسؤلیتونو په اړه زده کوونکو ته د پوښتنو او ځوابونو زمینه برابره شوه. د یادې لېسې زده کوونکي وهڅول شول ترڅو د یوه پاک او هوسا کابل په جوړولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. په دې غونډه کې په ښاري مسایلو باندې د پوهاوي په موخه، یو شمېر ډالۍ چې، د کابل ښاروالۍ له خوا برابرې شوې وې د دغې لیسې پر زده کوونکو ووېشل شوې.  دغه راز د ښاري کلتور په اړه يو شمېر ويډيوي کليپونه هم نندارې ته وړاندې شول