د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا ، د خواجه مسافر عالي لېسې په سیمه کې د قرغې او پغمان تر منځ د غځیدلي سړک زیانمنې برخې بیا ورغول شوې. د سړکونو د بيارغونې آمر انجنير شريف الله قادري په دې اړه وويل: د قرغې او پغمان تر منځ د غځیدلي سړک هغه برخې چې، د وخت په تېرېدو سره زیانمنې شوې وې؛ له تخنیکي مطالعاتو وروسته، د پرمختللې ماشینرۍ په کارولو سره په اساسي ډول بیا ورغول شوې. نوموړي زياته کړه، دغه کار په بشپړ ډول د سړکونو د ویجاړیدو دمخنيوى او د عامه تأسيساتو دساتنې او څارنې لپاره مهم دى
له قرغې څخه تر پغمان پورې دسړک زیانمنې برخې ورغول شوې
29 سنبله 1402