د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له ودانیو څخه کابل سیند ته د فاضلاب د راوتلو ناقانونه لارو د ویجاړولو او بندولو چارې روانې دي

29 سنبله 1402

10500.jpg (1820 × 1024)

د دریمې او شپږمې ناحیې په اړوند سیمو کې له ودانیو څخه کابل سیند سره په ناقانونه توګه د فاضلاب نښلول شوې لارې پاکې او ویجاړې شوې. د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست مسئولین وايي: دا کار تر بیا بیا سپارښتنو وروسته ترسره شوی دی او نورو ناحیو ته هم دا لړۍ غځول کیږي. د یاد ریاست د سروې پر بنسټ؛ د کابل سیند په اوږدو کې (۶۰۴) د فاضلاب لارې په ګوته شوې دي چې، د نه اصلاح په صورت کې به یې د فاضلاب لارې بندې او ویجاړې شي. په دې وروستیو کې (۶۰) داسې سرغړونې د شپږمې ناحیې او (۵۰) نورې د دریمې ناحیې په اړوند سیمو کې په ګوته شوې او رسېدنه ورته شوې ده. د کابل سیند په اوږدو کې یو شمېر د ودانیو مالکانو ته سپارښتنه شوې ده چې، د خپلو ودانیو د فاضلاب سیستم اصلاح کړي او کابل سیند ته یې له را پرېښودلو څخه ډډه وکړي. د یادونې وړ ده چې، هېڅ سوداګریزه او استوګنیزه ودانۍ باید د فاضلاب لارې کابل سیند ته را پرېنږدي. کابل سیند او لښتیو ته د فاضلاب لارو را پرېښودل، د چاپیریال او څښاک اوبو د ککړتیا لامل ګرځي