الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې په بازارونو کې ښاري نظم و څارل شو

29 سنبله 1402

10502.jpg (1820 × 1024)

د لسمې ناحیې د بېلابېلو سیمو په بازارونو کې ښاري نظم د ښاري اصولو او مقرراتو له اړخه د دې ناحیې د مسؤلینو له خوا تر څارنې لاندې ونیول شو او سرغړونو ته رسېدنه وشوه. همدا راز ددغو څارنو په لړکې سړکونه او پلې لارې له خپلسریو څخه پاکې او د بېلابېلو اصنافو فعالیت کوونکو ته سپارښتنه وشوه ترڅو له زرغونو سیمو، سړکونو او پلې لارو څخه چې، عامه ملکیتونه دي ناوړه ګټه پورته نکړي. ورته مهال د هوټلونو، قصابانو او ډوډۍ پخوونکو (نانوایانو ) د چاپېریال پاکوالی وارزول شو او سرغړونکو ته د چاپیریال د پاکوالي او ښاري مقرراتو د رعایت په اړه معلومات ورکړل شول. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب وویل: له دې وروسته به د دې سیمې نظم ته ډیره پاملرنه وشي او له سرغړونکو سره جدی قانوني چلند کیږي