د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

29 سنبله 1402

10504.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ مشرتابه په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان (UN) د (۱۱) څانګو له استازو سره د ښاري پلانونو پلي کېدو  او له بهرنیو دونرانو سره د ښو اړیکو د رامنځته کولو په اړه د همغږۍ غونډه ترسره کړه. دغونډې په پیل کې د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي سیدعصمت الله عاصم د یاد سازمان د بېلابېلو څانګو په ځانګړې توګه د یونپس او هبیتات دفترونو له مخکنیو همکاریو مننه وکړه او ویې ویل: کابل ښاروالۍ د ښاري پلانونو پلي کېدو په برخه کې فرصتونه برابر کړي دي او په پلي کېدو کې یې د ټولو بهرنیو دونرانو په تېره دملګرو ملتونو له سازمان څخه د مرستو غوښتنه وکړه. په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د نړیوال بانک له لوري په تېرو وختونو کې د پاتې شویو نیمګړو پروژو یادونه وکړه او د ښاري ستونزو د حل په موخه یې ددغو پروژو د بشپړولو غوښتنه وکړه. نوموړي وویل چې، مخکې د کابل ښاروالۍ، ملګرو ملتونو سازمان او نړیوال بانک له لوري یو شمېر ښاري پروژې طرحه او ډیزاین شوې وې چې، د ځینو دلایلو له امله یې کارونه ځنډېدلي دي او اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې، دا پروژې په پوره شفافیت او لوړ کیفیت سره پلې شي. ورته مهال د ملګرو ملتونو سازمان له کابل ښاروالۍ سره د مرستو د دوام لپاره هیله وښوده او ژمنه یې وکړه چې، د تاریخي ځایونو د بیارغونې، د سړکونو، کوڅو او پلونو جوړولو، او نورو ټولګټو پروژو په پلي کېدو کې به له کابل ښاروالۍ سره تخنیکي او مالي مرسته وکړي. د یادولو وړ ده چې، کابل ښاروالۍ د نني عصر د غوښتنو مطابق په لسګونه بنسټیزې پروژې طرحه کړې دې چې، دپلي کیدو په برخه کې یې د دونرانو په تېره د ملګروملتونو سازمان مالي او تخنیکي مرستو ته اړتیا ده او په همدې موخه د کابل ښاروالۍ پلانونه دمرستو د جلبولو لپاره له یوشمېر دونرانو سره شریکې کړای شوې دي