الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په اړوند سیمو کې د ښاري نظم پلان پلی شو

29 سنبله 1402

10506.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې د مسئولینو له لوري د ښاري نظم عملیاتي پلان په پلي کولو سره د قمبر څلورلارې د بلاکونو په سیمه کې پلې لارې او سړکونه له خنډونو پاک شول. اصنافو او فعالیت کوونکو ته سپارښتنه وشوه چې، زرغونې سیمې او سړکونه عام ملکیتونه دي او له دې ځایونو باید شخصي ګټه پورته نه کړي. د پنځمې ناحیې د ښاري خدمتونو آمر حکمت الله حقمل وویل: یو شمېر غرفې او ګرځنده کراچۍ چې، د ښاري بې نظمۍ لامل ګرځېدلې وې پاکې او بدیلو ځایونو ته ولېږدول شوې. د نوموړي په وینا له دې وروسته د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې په دوامداره توګه ښاري نظم څارل کیږي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي