د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کول حشمت خان سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

1 میزان 1402

10508.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې اړوند له بالاحصار څخه تر کابل- لوګر سړک پورې د کول حشمت خان سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې،(۴۰) سلنه مخته تللې دي.  د یاد سړک د بنسټیزو چارو تر بشپړیدو وروسته به د کانکریټ کولو کار هم ډېر ژر پیل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ دغه سړک (۳۹۰۰) متره اوږدوالی او (۷،۲) متره سور لري چې، د (۴۱) میلیونه افغانیو په لګښت به په بنسټیزه توګه د سړو موسم تر را رسېدو مخکې جوړ او ورسره جوخت به د اړوند سیمو اوسېدونکو ته ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته شي