الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپاړلسمې ناحیې په ۲۳م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي

1 میزان 1402

10510.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د شپاړلسمې ناحیې په ۲۳م ګذر د قلعه احمدخان په افغان مالګدامونو سیمه  کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي وویل: دا کوڅې په ټولیزه توګه (۱۲۸۱) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري چې، د لښتي په ګډون یې (۵۰) سلنه چارې مخته تللې دي او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به بشپړې شي او ورسره جوخت به د ښاریانو پر وړاندې موسمي ستونزې حل شي. د یادولو وړ ده چې، ددغې پروژې له لارې د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ته دکار زمینه هم برابره شوې ده