د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له ودانیو څخه کابل سیند د فاضلاب لارو د بندولو دویم پړاو پیل شو

1 میزان 1402

10512.jpg (1820 × 1024)

له پُل سوخته څخه د پنځمې او دیارلسمې ناحیې اړوند د کمپنۍ پر لور کابل سیند ته له ودانیو څخه د راوتلو فاضلاب لارو د بندولو او ویجاړولو دویم پړاو د رسنیو د یو شمېر استازو په شتون کې پیل شو. د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي وویل: د کابل سیند له چاپیریالي ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست له لوري د ۶۱۹ لوړپوړیزو، استوګنیزو او نورو عامه ځایونو څخه کابل سیند ته د فاضلاب د راوتلو لارو له څرنګوالي څخه څارنه شوې ده چې، په لومړي پړاو کې د دریمې او شپږمې ناحیې په اړوند سیمو کې د فاضلاب څه باندې ۱۲۰ لارې بندې او ویجاړې شوې دي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې رئیس مولوي یاسر عمري زیاته کړه: لښتیو او په ځانګړې توګه کابل سیند ته د فاضلاب لارو را پرېښودل، د چاپیریال او د څښاک اوبو د ککړتیا لامل ګرځېدلي دي. په همدې توګه ددغه عملیاتي پلان پلي کوونکي محمد منیر مبارز وویل: په دې پړاو کې به کابل سیند ته د پنځمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې ( ۱۱۵) او په دیارلسمه ناحیه کې ( ۱۲۸ ) د فاضلاب راوتلې لارې بندې او ویجاړې شي. نوموړي غوښتنه وکړه چې، ښاریان باید د یاد عملیاتي پلان په پلي کېدو کې له چاپیریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست او د کابل سیند په اوږدو کې له پرتو ناحیو سره اړینه مرسته وکړي.