د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د کوڅو او لښتي جوړولو د دوه پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

1 میزان 1402

10514.jpg (1820 × 1024)

سیمه ییزو او ترانسپورتي آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه، د پنځلسمې ناحیې په ۱۵م او ۱۶م ګذر د خواجه بغرا په سیمه کې د کوڅو او لښتي جوړولو د دوه پروژو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري او د پنځلسمې ناحیې د رئیس انجنیر عبیدالله شیرزاد له لوري په داسې حال کې چې، د سیمې مشرانو او اوسېدونکو یې ملتیا کوله د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. په یادو مراسمو کې د پنځلسمې ناحیې رئیس د خدمت کولو ژمنه وکړه او ویې ویل: دا پروژې سالم ښاري او ټولنیز چاپیریال ته د لاس رسي په برخه کې خورا ارزښت لري او دسیمې خلک باید د خپلو کوڅو ساتنه وکړي. د نوموړي په وینا په راتلونکې کې به د ښاریانو د ستونزو د حل په موخه ورته نورې پروژې هم پلې کړي. په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس وویل: دا پروژې په لوړ کیفیت پلې شوې دي چې، په ۱۶م ګذر کې کوڅې په ټولیزه توګه (۷۰۰) متره اوږدوالی او د لښتي په ګډون (۴) متره سور لري چې، (۸،۳۵) میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی، او همدا راز په ۱۵م ګذر کې لښتی (۹۶۰) متره اوږدوالی او (۱،۴) متره سور لري چې، (۶،۵۵) میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی چې  په څلورو میاشتو او ۱۵ ورځو کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته جوړ شوي دي. د یادولو وړ ده چې، ددغو پروژو له لارې ګڼ شمېر ښاریانو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې وې