له سړکونو څخه د خنډونو او کانکریټي دیوالونو لیرې کولو په لړ کې، کابل ښاروالۍ وکولای شول د درېیمې امنیتي حوزې شاته د کابل سیند په اوږدو کې له سړک څخه پاتې خنډونه په بشپړه توګه پاک او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي. سړکونه، پلې لارې او زرغونې سیمې عامه ملکیتونه دي چې، په ټولو ښاریانو پورې اړه لري؛ هېڅ حکمي او حقیقي شخص له یادو ځایونو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې حق نه لري. د یادونې وړ ده چې، په تېرو کلونو کې له سړکونو څخه د خنډونو او کانکریټي دېوالونو د لیرې کولو چارې د یو شمېر زورواکو او با نفوذه اشخاصو له مخالفت سره مخ شوې وې او اوس مهال د قانون د پلي کېدو لپاره زمینه برابره شوې ده چې، دا کار د ښاریانو له تود هرکلي سره مخ شوی دی
د دریمې امنیتي حوزې شاته سړک څخه پاتې خنډونه په بشپړه توګه لیرې کړای شول
2 میزان 1402