الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ تکواندو لوبډلې لومړۍ مقام خپل کړ

2 میزان 1402

10518.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ تکواندو لوبډلې د آزادۍ جام په لوبو کې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، لومړۍ مقام ترلاسه کړ. یادې لوبډلې خپل ترلاسه کړی د اتلولۍ کپ د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس ته وسپاره او ویې ویل چې، په راتلونکې کې به د ډېر تمرین پر بنسټ نورې لاسته راوړنې هم ولري. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد د لوبغاړو د هڅونې سربېره وویل: د کابل ښاروالۍ مشرتابه له لوبغاړو ملاتړ کوي او د خوندي او سالمې ټولنې رامنځته کولو په موخه به د لوبو کلتور غښتلی کړي. په دې سیالیو کې د کابل ښاروالۍ، کورنیو چارو وزارت او د کابل ښار د ورزشي کلپونو د کوچنیانو، ځوانانو او لویانو د تکواندو برخې (۲۰۰) لوبغاړو ګډون کړی وو چې، په پایله کې یې د کابل ښاروالۍ تکواندو لوبډلې د سرو زرو (۵) ، د برنز  (۴) او د سپینو زرو د (۴) مډالونو په ترلاسه کولو سره لومړۍ، د کابل کلپ لوبډلې دویم، د هاشمي کلپ درېیم او د نظري کلپ لوبغاړو څلورم مقام خپل کړ