د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په نهم ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي

2 میزان 1402

10524.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مالي ملاتړ، د اتمې ناحیې په نهم ګذر (حضرت محمد ص جومات) سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ دا کوڅې په ټولیزه توګه (۹۳۸) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري چې، چارې یې تر دې دمه (۶۰) سلنه مخته تللې دي او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به بشپړې شي چې ورسره به د ښاریانو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل شي. د یادولو وړ ده چې، د دغې پروژوې له لارې ګڼ شمېر ښاریانو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې دي.  د سیمې اوسېدونکي له دې پروژې څخه خوښ دي او ژمنه یې وکړه چې، په پلي کېدو کې به یې هر راز مرسته وکړي