د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مخې ته د سړک او لښتي د جوړولو چارې بشپړې شوې

2 میزان 1402

 10526.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري چې، څه موده وړاندې د نهمې ناحیې اړوند د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مخې ته د یوه سړک او لښتي د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د یاد وزارت د مسلکي مرستیال مولوي احمد طه قادري له لوري د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال وویل: د ښار په کچه د ښاریانو د اړتیاوو پوره کولو په موخه کوچنۍ او لویې پروژې پلې کیږي او اوس مهال نه یوازې د نویو سړکونو د جوړولو پروژې روانې دي بلکې، هغه سړکونه چې، بیارغونې ته اړتیا ولري بیارغول کیږي څو، په دې توګه د ښاري زیربناوو ساتنه او د سړک له ژر ويجاړېدو څخه مخنیوی وشي. ورته مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال د کابل ښاروالۍ له دې نیک اقدام ستاینه وکړه او ویې ویل: دا سړک خامه او په ډېر وضعیت کې وو چې، په جوړېدو سره به یې د یاد وزارت د کارونکو او نورو ښاریانو پر وړاندې پرتې چاپېریالي او د ګڼه ګوڼې ستونزې حل شي. په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت رئیس مولوي عبدالحبیب وویل: دا سړک ۹۰ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري چې د لښتي په ګډون د یاد ریاست د کارکوونکو له لوري په ۱۵ کاري ورځو کې په بنسټیزه توګه جوړ شو.