د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دولسمې ناحیې له بازارونو څخه (۱۲۰۰) کیلو ګرامه بې کیفیته توکي راټول شول

2 میزان 1402

10528.jpg (1820 × 1024)

په بازارونو کې د توکو له نېټې او کیفیت څخه د څارنو په لړ کې، د دولسمې ناحیې د مسئولینو له لوري د یادې ناحیې له بازارونو څخه څارنه وشوه، چې په پایله کې یې (۱۲۰۰) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او د‌ وينځلو توکي،چې دمصرف نېټه یې پای ته رسیدلې وه راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. په یادو توکو کې، مکروني شیدې، ملايي، مربا، دلوبیا او نخودو کنسرو، چپس، چاکلیت، بسکویټ، شامپو، صابون، د څښاک مواد او یو شمېر د وينځلو توکي او لوډسيېکرونه چې د‌خلکو د اذيت سبب ګرځيدلي ؤ  شامل دي. له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کیږي چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پیرلو پر مهال د هغو کیفیت او نیټې ته په جدي توګه پام وکړي او پلورونکو ته هم  سپارښتنه کیږي تر څو دبې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي