د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښار کې د ترانسپورټي زیربناو جوړولو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه

2 میزان 1402

10530.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ او د مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو او ناحیو د یو شمېر رئیسانو په ګډون په کابل ښار کې د ترانسپورټي زیربناو جوړولو په اړه تخنیکي ترسره شوه. کابل ښاروال تر بحث او خبرو وروسته له ښار جوړونې وزارت سره پر همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: د غوره ترانسپورټي شبکو او د سړک جوړونې د پلانونو پلي کولو په اړه دې د ښار جوړونې وزارت نظرونه او وړاندیزونه واخيستل شي. نوموړي دغه راز زیاته کړه چې، د سړکونو په ډيزاین کې دې هڅه وشي چې، لږ ودانۍ او کورونه تر استملاک لاندې راشي څو،په دې توګه خلک کم متضرر شي او له بل لوري د بدیلو استملاکي حقونو په ورکولو کې سپما وشي. په همدې توګه کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، د ترانسپورټي او ترافیکي ستونزو د حل په موخه دې د خیرخانې کوتل د سړک چارې لا چټکې شي او یو شمېر نور سړکونه دې هرڅه ژر ډیزاین او تر استملاکي پړاونو تېر شي ترڅو، د جوړولو په اړه يې اقدام وشي. ټاکل شوې ده د ۱۴۰۳ کال په پرمختیايي پلان کې برابرې پراختیا ته په کتو له ماسټر پلان سره برابر ګڼ شمېر سړکونه شامل شي چې، بنسټیز سړکونه به له ټاکلو، سروې او ډیزاین وروسته تدارکاتي پړاونو ته داخل شي