د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د انداربي او تیمورشاهي سیمو د نښلوونکي پله د بیارغونې چارې پیل شوې

3 میزان 1402

10532.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د دویمې او لومړۍ ناحیې اړوند د اندرابي او تیمورشاهي سیمو د نښلوونکي پله د بیارغونې چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د سړکونو او پلونو د بیارغونې آمر انجنیر شریف الله قادري وویل: د یاد پله یو شمېر برخې د وخت په تېرېدو ویجاړې او زیانمنې شوې وې چې، تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته د یاد پله فرش د چهلستون له خاره تیږو څخه په ګټه اخیستلو بیا رغول کیږي او د دې ترڅنګ یې دواړو خواوو ته کټارې هم رنګ کیږي. د اندرابي او تیمورشاهي سیمو نښلوونکی پل ۴۰ متره اوږدوالی او ۲،۵ متره سور لري چې، د ښار په مرکزي برخه کې د کابل سیند پر سر یو له مهمو پلونو څخه شمېرل کیږي