د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شيرپور څلورلارې د ښکلا چارې پیل شوې

3 میزان 1402

10534.jpg (1820 × 1024)

د لسمې ناحیې اړوند د شیرپور څلورلارې د ښکلا چارې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني له لوري د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې. د کابل ښاروالۍ مرستیال ښاري ښکلا برنامو ته د خصوصي سکټور له هڅولو سربېره وویل: ښاري ښکلا رامنځته کول د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی چې، دا چاره د ښاریانو په رواني دید کې غوره بدلون راولي او دا لړۍ به د ښار په کچه نورو برخو ته هم وغځول شي. په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل: په یاده څلورلارې کې د ۹ متره په لوړوالي د هېواد له داخلي تیږو څخه په ګټه اخیستلو د ښاري ښکلا یو سمبول، کټارې او ګلدان جوړیږي، چې چارې به یې د عزیزي بانک په مرسته په معیاري توګه د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست هڅه کوي چې، تاریخي ارزښتونو او پرمختللو معیارونو ته په کتو د ښاري ښکلا برنامې د سوداګرو او پانګوالو په مرسته په بېلابېلو سیمو کې پلې کړي او د ښاریانو د خوښۍ سبب وګرځي