د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یوولسمې ناحیې په ۶م ګذر کې د یوه سړک چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

3 میزان 1402

10536.jpg (1820 × 1024)

ښاري او ترانسپورټي آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه د یوولسمې ناحیې په شپږم ګذر د حضرت علي رض جومات شاته د یوه سړک د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري او د یوولسمې ناحیې د رئیس حافظ مرجان حیدر له لوري په داسې حال کې چې، د سیمې مشرانو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په یادو مراسمو کې د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس وویل: دا سړک ۵۲۳ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري چې، د لښتي په ګډون د تیږو فرش په بڼه د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته د ۹،۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۵ میاشتو کې جوړ شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې، د یادې ناحیې په کچه به ورته نورې پروژې هم پلې او ورسره جوخت به خلکو ته کاري بوختیاوې رامنځته شي. د ښاغلي ناصري په وینا د دې سړک په جوړېدو سره به د یادې سیمې په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې غوره بدلون راشي. ورته مهال د یوولسمې ناحیې رئیس د دې ناحیې د اوسېدونکو په استازیتوب ژمنه وکړه چې، د جوړ شوي سړک په ساتنه کې به هېڅ راز هڅې درېغ نه کړي. نوموړي څرګنده کړه چې، مخکې دا سړک په بد وضعیت کې و چې، خلک یې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کړي وو چې له ښه مرغه د دې سړک په جوړېدو سره یې ستونزې حل شوې دي