د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پاپړو او سیمیانو د یوې تولیدي کارخانې د فعالیتونو له څرنګوالي څارنه وشوه

3 میزان 1402

10538.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو لخوا د ترلاسه شویو شکایتونو پر بنسټ د کابل ښاروالۍ له لوري د اتمې ناحیې اړوند په رحمن مېنه کې د پاپړو او سیمیانو د یوې تولیدي کارخانې د فعالیت له څرنګوالي څارنه وشوه. د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار وویل: د یادې کارخانې د حفظ الصحې وضعیت کابل ښاروالۍ ته د قبول وړ نه و او اړینه ده د یادې کارخانې مالکان خپل فعالیتونه له معیارونو سره برابر کړي، څو په اوسني وضعیت کې یې غوره بدلون راشي . نوموړي زیاته کړه چې، د دې کارخانې فعالیت کوونکو ته سپارښتنه وشوه څو د کابل ښاروالۍ له اصولو او مقرراتو سره خپل فعالیتونه برابر کړي، له دې پرته به یې فعالیت بند شي. د یادونې وړ ده چې، یو شمېر ښاریانو د یادې کارخانې له غیر معیاري فعالیت شکایت کړی و چې، پر بنسټ یې د کابل ښاروالۍ مسئولینو پر وخت اقدام وکړ. د کابل ښاروالۍ مسئولین ژمنتیا لري، څو په بازارونو کې د فابریکو، کارخانو او ټولو اصنافو فعالیتونه د حفظ الصحې له اړخه تنظیم کړي