د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ او دویمې ناحیو د ګذر وکیلانو له شوراګانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

3 میزان 1402

10540.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال حاجي محمد نبي عثماني د لومړۍ او دویمې ناحیې د ګذر وکیلانو له شوراګانو سره د چاپیریالي او ښاري ستونزو د پېژندلو په اړه د همغږۍ غونډه ترسره کړه. په یاده غوڼده کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د ګذر وکیلانو له همېشنیو همکاریو مننه وکړه او له دوی یې وغوښتل چې د تل په څېر ورسره همکار پاتې شي او خپل موکلین فردي او ټولنیزو مسئولیتونو ته وهڅوي؛ ځکه ګذر وکیلان د ښاریانو او مسئولینو ترمنځ د پله حیثیت لري. په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد د ګذر وکیلانو له همکاریو یادونه وکړه او ویې ویل: ګذر وکیلان د کابل ښاروالۍ د پروژو په پلي کېدو کې مهم رول لري او دوی د کابل ښاروالۍ له مسئولینو سره همکارۍ ته چمتو دي. ورته مهال د یادو ناحیو ګذر وکیلانو هر یوه له کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ ژمنه وکړه او د خپلو سیمو یو شمېر ستونزې یې د کابل ښاروالۍ له مشرتابه سره شریکې کړې چې، د حل په موخه به یې اړین اقدامات وشي