د غوره ښاري نظم راوستو په موخه د اوومې ناحیې د ۲۳، ۲۴، ۲۵ او ۲۶م ګذر د لیني موټرو تم ځایونه له تخنیکم سیمي څخه تڼي کوټ سیمې ته ولېږدول شول. نوې ټاکل شوې سیمه مخکې د کثافاتو په لوی غونډځای بدله شوې وه چې، له نېکه مرغه د اوومې ناحیې له لوري له کثافاتو پاکه او جغل پکې واچول شو. د اوومې ناحیې په اړوند سیمو کې ښاري نظم د حمایوي او تقویتي برنامو له لارې هره ورځ څارل کیږي او په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره ګذر وکیلانو او یو شمېر ښاریانو مرسته کړې ده
د تڼي کوټ سیمې د لیني موټرو لپاره نوي تم ځای وټاکل شو
4 میزان 1402