د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل شمال- لودیځ نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي

4 میزان 1402

10544.jpg (1820 × 1024)

له ذاکرین ښارګوټي څخه تر قمبر څلورلارې د کابل شمال- لودیځ نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې چې، د کابل ښاروالۍ له لویو پروژو شمېرل کیږي، په چټکۍ سره روانې دي. یاد سړک ۷۶۴۵ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، استنادي دیوالونو، تم ځایونو، ترافیکي دهیلزونو او نورو برخو په ګډون به په بنسټیزه توګه جوړ شي. دا پروژه د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي په ۲۵ نېټه د ۵۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې ده او تر دې مهاله یې ۳۰ سلنه چارې مخته تللې دي چې، د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ په میاشت کې به یې چارې بشپړې شي. د دې سړک د خاورینې برخې په جوړولو کې د غره د لمنې کیندنه او د سړک د تګ لوري لپاره زمینه برابرول شامل دي.دا مهم سړک د کابل شمالي برخه له لوېديځې برخې سره نښلوي او د کابل ښار د معیاري پراختیا او اقتصادي ودې په برخه کې له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دی