د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د محمد فقیر فېروزي لېسې له زده کوونکو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

4 میزان 1402

10548.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د عامه پوهاوي د غونډو پر دوام دا ځل د پنځلسمې ناحیې اړوند د محمد فقیر فېروزي لېسې له زده کوونکو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین زده کوونکي د ښاري کلتور په پام کې نیولو ته وهڅول او ویې ویل: د ښاري کلتور د دودولو په برخه کې د زده کوونکو رول له خورا ارزښت څخه برخمن دی او ښاري ژوند له یو لړ اصولو او مقرراتو پیروي کوي. نوموړي له زده کوونکو وغوښتل چې د ښاري پلانونو او پروګرامونو کې په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. ورته مهال د یادې لېسې مدیر محمد خالد خاشع له کابل ښاروالۍ سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل: د ښوونځي د پیل کېدو پر مهال هر سهار زده کوونکو ته د ښاري پاکۍ، د ونو خړوبولو، له ښاري تاسیساتو د غوره ګټه اخیستنې او د عامه شتمنیو د ساتنې په اړه معلومات ورکول کیږي. نوموړي زیاته کړه چې، که چېرته په ښاري ژوند کې ټول خپلو مسئولیتونو او مکلفیتونو ته پام وکړي؛ ډېر ژر به د ښاري آبادۍ او ښکلا شاهدان و اوسو. په دې غونډه کې زده کوونکو ته د ښاري ژوند په اړه یو شمېر ویډیويي کلپونه نندارې ته وړاندې شول، څو په دې توګه د ښاري ژوند په اړه د دوی د معلوماتو کچه لوړه شي. د یادې لېسې زده کوونکو وویل چې، دوی به له خپلو کورنیو سره یو ځای د پاک او ښایسته کابل ښار درلودلو په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي. د یادونې وړ ده چې، د غونډې په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ له لوري د ښاري موضوعاتو په اړه یو شمېر ډالۍ په زده کوونکو ووېشل شوې