الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې په ۲۶،۲۷ او ۲۸م ګذر کې د فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

5 میزان 1402

10550.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته دښاري او سیمه ایزو آسانتیاوو د رامنځته کولو په نیت، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوومې ناحیې په ۲۶، ۲۷ او ۲۸م ګذر کې دفرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې. د اوومې ناحيې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري په دې اړه وويل: د يادو  سړکونو په جوړېدو سره به د سيمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل او ښاري او ترنسپورتي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. نوموړي زیاته کړه، دا پروژې د هغو سیمو لپاره چې، له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې دي، ځانګړی اهمیت لري.  د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د پروژو څارونکي انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې اړه وویل:  په ۲۶م ګذر کې د (۷۶۰) مترو په اوږدوالي ، په ۲۷م ګذر کې د (۱۲۰۰) مترو په اوږدوالي او په ۲۸م ګذر کې د(۴۰۰) مترو په اوږدوالي او د (۴ - ۵) مترو په سور، د لښتیو په ګډون د فرعي سړکونو  جوړول شامل دی چې، تر راتلونکو دریو میاشتو پورې به یې چارې بشپړې شي. په ورته وخت کې د سیمې مشرانو او اوسېدونکو د کابل ښاروالۍ د دغو پروژو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې، د یادو سړکونو د جوړولو د چارو د لا ښه تطبیق په برخه کې به له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي. د یادولو وړ ده چې، د دغو پروژو له لارې یو شمېر ښاریانو ته کاري زمینه هم  برابره  شوې ده