د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مشرتابه د څلورو ناحیو د ګذر وکیلانو له شوراګانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

5 میزان 1402

10552.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال حاجي محمد نبي عثماني د ښاري او سیمه ایزو ستونزو د پېژندلو او د هغو د حل په موخه، د درېیمې، څلورمې، پنځمې او شپږمې ناحیې د ګذر وکیلانو له شوراګانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د سیمه ایزو او ښاري ستونزو په له منځه وړلو کې د ګذر وکیلانو رول مهم وباله او هیله یې څرګنده کړه چې، ګذر وکیلان به خپل مؤکلین د ټولنیزو او فردي مسئولیتونو ترسره کولو ته وهڅوي. نوموړي ټینګار وکړ چې، ګذر وکیلان باید د کابل ښاروالۍ د پلانونو او برنامو په پلي کېدو کې خپل دیني او ملي مسئولیتونه ادا کړي. په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو رئیس محمد ناصر کبیري د ګذر وکیلانو د مسئولیتونو په اړه رڼا واچوله او ویې ویل چې، د کابل ښار ګذر وکیلان د کابل ښاروالۍ له مسئولینو سره مرستې کولو ته ژمن دي او په راتلونکې کې هم باید خپلې مرستې له کابل ښاروالۍ څخه ونه سپموي. ورته مهال د یادو ناحیو ګذر وکیلانو له کابل ښاروالۍ سره دهر ډول مرستو ژمنه وکړه او خپلې سیمه ایزې ستونزې یې د کابل ښاروالۍ له مسئولینو سره شریکې کړې چې، سرچینو او امکاناتو ته په کتو به ورته رسېدنه وشي