الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګوسفند درې سړک د جوړولو چارې روانې دي

5 میزان 1402

10554.jpg (1820 × 1024)

د دوه ویشتمې ناحیې او بګرامیو ولسوالۍ اړوند د ګوسفند درې په سیمه کې د خلیفه دین محمد تر مدرسې پورې د یوه سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د دې پروژې مسئول انجنیر امیرالله وویل: دا سړک(۲۹۳۹) متره اوږدوالی او (۷،۴) متره سور لري چې، د لښتي په ګډون به د (۳۴) میلیونه افغانیو په لگښت په بنسټیزه توګه جوړ شي. نوموړي زیاته کړه چې، د یاد سړک چارې تر دې دمه (۴۰) سلنه مخته تللې دي او هڅه کیږي چې، د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ عمراني پروژې برابرې پراختیا ته په کتو پلې کیږي، څو  ټول ښاریان ترانسپورتي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي. د یادونې وړ ده چې، د پروژې له کیفیت څخه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران پر وخت تخنیکي او فني څارنې کوي