د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ژوبڼ د ښاریانو لپاره یو غوره علمي، څېړنیز او تفریحي ځای دی

6 میزان 1402

10556.jpg (1820 × 1024)

په ورځنۍ توګه له کابل ژوبڼ څخه د ښاریانو د لیدنې ترڅنګ په وږي میاشت کې(۵۹۰۰)د ښوونځیو زده کوونکو، ماشومانو او د پوهنتونونو محصلانو له کابل ژوبڼ څخه علمي لیدنه درلوده. د کابل ژوبڼ د ښوونې او روزنې مدیریت لیدونکو ته د ژوو په ځانګړې توګه د حیواناتو، الوتونکو، خزنده ګانو او ماهیانو د ژوند او ارزښت او د کابل ژوبڼ د مدیریت په اړه معلومات ورکړي دي. د کابل ژوبڼ رئیس عزیزګل ثاقب وویل، کابل ژوبڼ د هېواد په کچه یو علمي، څېړنیز او تفریحي مرکز دی چې، د ښاریانو سربېره ترې زده کوونکي، محصلان او د وړکتونونو ماشومان لیدنه کوي او د دوی د علمي کتنې او سفر لپاره مناسب ځای بلل کیږي