الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د یو شمېر زده کوونکو په ګډون تنظیفي حشر ترسره شو

6 میزان 1402

10558.jpg (1820 × 1024)

د ښار د پاکوالي او ښکلا په موخه، د دیارلسمې ناحیې اړوند سیمو کې د یو شمېر زده کوونکو په ګډون تنظیفي حشر ترسره شو. د یادې ناحیې رئیس محمد حامد امیري د کابل ښار پاک ساتلو او آبادولو ته د ښاریانو په ځانګړې توګه د ښوونځۍ د زده کوونکو د هڅولو سربېره وویل: د ښار پاکوالي ته پاملرنه زموږ ټولو ګډ مسئولیت دی. نوموړي د یادې ناحیې له ټولو اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د یوه پاک او ښایسته کابل درلودلو په موخه، د کابل ښاروالۍ له کارکوونکو سره هر اړخیزې مرستې وکړي. د ښار په پاک ساتلو کې د نني نسل رول د روښانه راتلونکې لپاره یو ښه زیری بلل کیږي