د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې په پنځم ګذر کې د یو فرعي سړک جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

8 میزان 1402

10562.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې اړوند پنځم ګذر د پنجصد فامیلیو په نو آباد سیمه کې د فرعي سړک د جوړولو چارې بشپړې، او دکابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو دتنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري او د پنځلسمې ناحیې رئیس انجنیر عبیدالله شیرزاد لخوا په داسې حال کې چې، د سیمې مشران او اوسیدونکي هم حاضر وو ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په هغو مراسمو کې چې له همدې امله جوړ شوي وو، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو دتنظیم رئیس د یاد سړک د جوړولو په اړه چې، ترانسپورتي زیربناوو ته د لاسرسي په برخه کې ځانګړی اهمیت لري خبرې وکړې او ویې ویل: د دې پروژې په پلي کېدو سره دسیمې د اوسیدونکو یو شمېر ستونزې چې، له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې وو هوارې شوې او په پام کې ده چې په راتلونکې کې به ورته نورې پروژې هم په دې ناحیه کې پلې شي. دغه راز د پنځلسمې ناحیې رئیس وویل: ددې ناحیې اوسیدونکو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه به، د یو شمیر نویو ټولګټو پروژو عملي چارې هم پیل شي. نوموړي زیاته کړه چې، په ياده سيمه کې د دغه سړک په جوړېدو سره د ځایي خلکو ستونزې هوارې شوې او له خلکو يې وغوښتل چې د ياد سړک ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي. دغه فرعي سړک چې (۹۰۰) متره اوږدوالی او (۵) متره سور لري، دلښتي په ګډون د (۹،۲) میلیونه افغانیو په لګښت د ملګرو ملتونو د پروژوې خدمتونو د دفتر په مرسته، د (۴) میاشتو په موده کې په اساسي او بنسټیز ډول جوړ شوی دی