د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پل سوخته په سیمه کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

8 میزان 1402

10564.jpg (1820 × 1024)

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په نوښت او د کابل ښاروالۍ په مرسته، د کتاب لوستلو دکلتور د ودې او کتاب لوستلو ته د ښاریانو د هڅونې په موخه، د پل سوخته په سیمه کې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.  دکابل ښاروالۍ په استازیتوب دپنځمې ناحیې مرستیال رفیع الله احمدزي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې د دغه نندارتون له تنظیموونکو څخه ستاینه وکړه او د لوستلو او مطالعې پر اهمیت یې خبرې وکړې او ویې ویل: کتاب د انسان تر ټولو ښه او تل پاتې ملګری دی، او د داسې برنامو جوړول یې د ښاریانو د هڅونې لپاره یو نېک کار وباله. نوموړي زیاته کړه: موږ کولای شو د خپل هېواد ستونزې د کتابونو له لارې حل کړو، کابل ښاروالۍ په بېلابېلو ناحیو کې د کتابونو د نندارتونونو د ترسره کېدو لپاره هر ډول مرستو ته چمتو ده. ښاغلي احمدزي وویل: اوس مهال کابل ښاریان په ځانګړې توګه ځوانان دلته په لیوالتیا او مینې سره د کتاب اخیستلو لپاره راځي او موږ ډاډه یوو چې، د کتاب لوستلو دود مخ پر ښه کېدو روان دی. په دغه نندارتون کې د لسګونو میزونو په ایښودلو سره، د بېلابېلو خپروندیو ټولنو چاپ شوي آثار نندارې ته وړاندې شوي، چې د کتابونو د پېرلو ترڅنګ ،مينه وال کولای شي په دغه ځای کې کتابونه هم ولولي. د يادونې وړ ده، چې پخوا د پل سوخته سیمه په ناسمه توګه کارول شوې وه او نن له نېکه مرغه د کابل ښاروالۍ د مشرتابه په هڅو په دغه ښاري سيمه کې يو ښکلی او مثبت بدلون رامنځته شوی، چې په راتلونکي کې به پراختیا ومومي