الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د عدلیې وزارت له مخې څخه د دارالامان تر افشار پورې د سړک جوړولو چارې ۴۰ سلنه مخته تللې دي

8 میزان 1402

10566.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې ناحیې اړوند د عدلیې وزارت له مخې څخه د دارالامان تر افشار پورې د(۲۱۸۶) مترو په اوږدوالي او د(۴۵) مترو په سور سره د سړک د جوړولو چارې ۴۰ سلنه مخته تللې دي. ورته مهال د یاد سړک د خاورینې برخې او د لښتیو په جوړولو هم په چټکۍ سره کار روان دی څو، د یاد سړک قیر چارو زمینه برابره شي. د یاد سړک د جوړولو چارې د لارښوود له مخې سهار ۸ بجې پیل او د مازدیګر تر ۴ بجو دوام کوي او د کار په لړ کې د هوا ککړتیا څخه  د مخنیوي په موخه اوبه هم شیندل کیږي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ د دې سړک چارې چې، پکې د ګلدانون، پلو لارو، لښتیو او تم ځایونو جوړول هم شامل دي، د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته، او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته به هم زمینه برابره شي