د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د دویمې ناحیې په څلورم ګذر کې د لښتي په ګډون د (۲۵۰) مترو په اوږدوالي او د(۵,۵) مترو په سور سره د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. تر دې مهاله د یادې پروژې چارې (۲۰) سلنه مخته تللې دي او تر راتلونکو دوه میاشتو پورې به بشپړې شي. دیادونې وړ ده چې، ددغې پروژې له لارې ګڼ شمېر ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
د دویمې ناحیې په څلورم ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي
8 میزان 1402