د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوولسمې ناحیې د اداري ودانۍ په انګړ کې یو جومات تر چارو بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

8 میزان 1402

10570.jpg (1820 × 1024)

دیني مقدساتو ته د درناوي په موخه د اوولسمې ناحیې د اداري ودانۍ په انګړ کې یو جومات تر چارو بشپړېدو وروسته د یادې ناحیې د رئیس مولوي حبیب الحق حقاني، د داخلي پلټنې د رئیس مفتي عبدالباري ایقاظ، د تنظیف د رئیس مولوي سعدالله عثماني د یو شمېر ګذر وکیلانو او دیني عالمانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د کابل ښاروالۍ د داخلي پلټنې رئیس وویل: د اوولسمې ناحیې کارکوونکو مخکې د لمونځ ادا کولو لپاره ځای نه درلود او یو کال مخکې د دې جومات د جوړولو په اړه پرېکړه وشوه چې، له نیکه مرغه نن یې د جوړېدو شاهدان یوو. د یادې ناحیې رئیس په خپلو خبرو کې وویل: دا جومات په ۱۳۰ متر مربع ځمکه کې د یو پوړ په درلودلو سره په بنسټیزه توګه د خیر غوښتونکو ښاریانو په مرسته د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت جوړ شو چې، په یو وخت د ۱۵۰ تنه لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري. د دې جومات په جوړېدو سره به د کارکوونکو او مراجعینو د لمونځ ادا کولو ستونزه حل او له دې جومات څخه به د شریعي احکامو د وړاندې کولو په برخه کې هم کار واخیستل شي. د جوماتونو جوړول د اسلامي شعایرو یوه برخه ده چې، په هغه کې لمونځ ادا کول اجر لري او هغه څوک چې، د جوماتونو په جوړولو کې برخه اخلي د الهي رحمت تر سیوري لاندې راځي