ښاریانو ته د سیمه ییزو او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په نیت، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوې دفتر (UNOPS) په مرسته، د دیارلسمې ناحیې (۳۷م ) ګذر اړوند د شرقي ولي عصر او عرفاني ښارګوټي په سیمه کې د سړک جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د چارواکو په وینا؛ په دې پروژه کې د (۶۰) مترو په اوږدوالي او د (۴- ۵) مترو په سور دلښتي په ګډون د سړک جوړول شامل دی، چې تر دې دمه یې (۲۰) سلنه پرمختګ کړی او د سړو موسم له رسېدو مخکې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده چې، ددې پروژې له لارې یوشمېر ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
د دیارلسمې ناحیې په ۳۷ م ګذر کې د سړک جوړولو چارې روانې دي
8 میزان 1402