الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ تخنیکي او فني کارکوونکو ته د ودانیزو توکو په اړه علمي ورکشاپ ترسره شو

9 میزان 1402

10574.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ فني او تخنیکي کارکوونکو ته د ودانیزو پروژو په پلی کیدو کې د ودانیزو موادو د کارولو د څرنګوالي په اړه، یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري وویل: په دې ورکشاپ کې چې، د ایزو مات شرکت په مرسته د دې ادارې د فني او تخنیکي کارکوونکو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه جوړ شوی په بېلابېلو پړاونو کې به په ټولګټو او عمراني پروژو کې له ودانیزو توکو څخه د ګټې اخیستنې پر څرنګوالي علمي او مسلکي معلومات وړاندې شي. نوموړي له ایزو مات شرکت څخه چې، د دې ورکشاپ په ترسره کولو کې یې مرسته کړې وه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې، د دې ورکشاپ له لارې به انجنیران او کنټرولران د پروژو د پلي کېدو په سیمه کې له نویو مسلکي او علمي معیارونو سره بلدتیا ترلاسه کړي