الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ - برچي نښلوونکي سړک قیر کولو چارې پیل شوې

9 میزان 1402

10576.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو چارو تربشپړېدو وروسته، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري، د کمپنۍ - برچي نښلوونکي سړک قیر چارې پیل شوې. دغه سړک چې له قلعه ناظر څخه د نقاش تر حمام پورې (۲۲۷۴) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون په پنځمه او دیارلسمه ناحیه کې د جوړېدو په حال کې دی. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د مسئولینو په وینا؛ اوس مهال د یاد سړک یوه لیکه قیر کولو ته چمتو ده او ډېر ژر به یې دویمه لیکه هم قیر چارو ته چمتو شي او هڅه کیږي چې، د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د پل سوخته سیمې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بل خوا به د سیمې اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي