الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه

9 میزان 1402

10578.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو ریاست له لوري، د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا له رئیسانو سره د سیمه ییزو او ښاري ستونزو د پېژندلو او دهغو د حل په موخه غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو رئیس محمد ناصر کبیري د یو شمېر وکیلانو کړنې و ارزولې او ویې ویل: اړتیا ده چې ګذر وکیلان د ښاري پلانونو په پلي کېدو کې مثبت رول ولوبوي او د ټولنیز وضعیت د ښه کېدو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. نوموړي په خپلو خبرو کې د ګذر وکیلانو پر مکلفیتونو رڼا واچوله او ټینګار یې وکړې چې، هر وکیل دې د خپلې سیمې اوسېدونکي د ښاري اصولو او قوانینو په پام کې نیولو ته وهڅوي. په پای کې د ګذر وکیلانو له کړنو څخه د کره او منظم راپور ورکولو په موخه، حاجي احمدشاه الکوزی د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا د مرستیال په توګه وټاکل شو