د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د سړک جوړونې پروژو د کار له بهیر څخه څارنه وکړه

9 میزان 1402

10580.jpg (1820 × 1024)

د پروژو د پر وخت او با کیفیته پلي کېدو په موخه کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له قلعه فتح الله څخه تر شهید هنګرها څلورلارې د سړک، د سلطان محمود غزنوي سړک له فرعي لیکو، د خیرخانې کوتل د لومړۍ برخې له سړک او د کابل شمال- لودیځ نښلوونکي سړک د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د کار پر کیفیت یې ټینګار وکړ. نوموړي مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې، د یادو پروژو په ځانګړې توګه د خیرخانې کوتل د چارو بشپړېدو په برخه کې دې هېڅ راز هڅې دریغ نه کړي او اړینه ده دا پروژې د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړې شي. کابل ښاروال دغه راز وویل: د سړک جوړولو پروژو د پلي کېدو له څرنګوالي څخه دې د کابل ښاروالۍ څارنیز ټیم په څو پړاونو کې څارنه وکړي، څو په ښه او معیاري توګه بشپړې شي. د خیرخانې کوتل لومړۍ برخه کیڼ اړخ ته د سرای شمالي له چوک څخه د کوتل تر بازار  پورې (۳۷۱۰) متره اوږدوالی او (۲۷) متره سور لري چې، تر دې دمه یې ۴۰ سلنه چارې مخته تللې دي. دغه راز تر سلطان محمود غزنوي سړک ( شهید هنګرها څلورلارې)د قلعه فتح الله پخوانی سړک (۶۰۶) متره اوږدوالی او (۱۶) متره سور لري چې، تر دې دمه یې ۳۰ سلنه چارې مخته تللې دي. په همدې توګه د کابل شمال- لودیځ نښلوونکی سړک له ذاکرین ښارګوټي څخه تر قرغې سړک پورې (۷۶۴۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري چې، تر دې دمه یې ۳۰ سلنه چارې مخته تللې دي.  دغه راز د سلطان محمود غزنوي سړک فرعي لیکې له هنګرها څلورلارې څخه د تایمنیو پروژې تر پنځم سړک پورې (۱۸۴۵) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري چې، لومړني کارونه یې پیل شوي دي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروال د سړک جوړونې له یو شمېر نورو پروژو هم څارنه وکړه چې، جزئیات به یې په بل خبر کې شریک شي. د پروژو کیفیت او پر وخت بشپړېدل د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی چې، د کابل ښاروالۍ مشرتابه دې برخې ته ځانګړی پام کوي او په همدې موخه تل د روانو پروژو له کاري بهیر څخه څارنې کوي